اسټرالیايي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد یو پخوانی پوځي «بن رابرتز اسمیت» په افغانستان کې د «جنګي جرمونو» په تور نیول شوی او اوس له محکومیت سره مخ دی.
د دغو راپورونو پر بنسټ، نوموړی نن سهار د سې شنبې په ورځ د سیدني په نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شو او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په چوکاټ کې د پنځو قتلونو په تور محکمې ته وړاندې شي.
دغه پخوانی اسټرالیايي سرتېری په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له دفاعي ځواکونو څخه، چې په افغانستان کې یې ورسره خدمت کاوه، وتلی و.
رسنیو ویلي چې اوسمهال بن رابرتز اسمیت په توقیف کې دی او ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ورځ یې د ضمانت (وثیقې) په اړه پرېکړه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په اسټرالیا کې د یوې مدني محکمې په حکم کې مشخصه شوه چې دغه پخواني ځانګړي سرتېري (SAS) او په دغه هېواد کې د «ویکټوریا کراس» مډال ګټونکي، په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال څو تنه بې وسلې افغان وګړي وژلي دي.
له دې سره سره، دغه ۴۷ کلن سړي ټول تورونه رد کړي او وړاندې یې ویلي وو چې دا ادعاوې «خورا کرکجنې» او «د دښمنۍ له مخې» دي.
دا مدني دوسیه لومړی ځل و چې په اسټرالیا کې یوې محکمې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو د ادعاوو څېړنه وکړه.
رابرتز اسمیت استدلال کړی و چې دا ادعا شوي قتلونه یا د جنګي نښتو په قانوني اډانه کې شوي او یا هم بیخي پېښ شوي نه دي. نوموړی تېر کال هم د فدرالي محکمې په حکم کې د بیا کتنې غوښتنې په برخه کې پاتې راغی.
په سیدني کې په یوې خبري ناسته کې، د اسټرالیا فدرالي پولیسو اعلان وکړ چې یو ۴۷ کلن پخوانی سرتېری نیول شوی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د بې وسلې زندانیانو په وژلو به تورن شي.
د پولیسو په وینا، هغه د جنګي جرم په توګه د یوه قتل، په پېښه کې د یو مورد ګډون او په دریو مواردو کې د قتل په ترسره کولو کې د همکارۍ، هڅونې یا امر ورکولو له تورونو سره مخ دی.
د سیدني د پولیسو کمېشنرې «کريسي باریت» ویلي دي: «ادعا کېږي چې قربانیان یا په خپله د تورن لخوا، یا یې د تر لاس لاندې ځواکونو لخوا، د هغه په شتون کې او یا یې هم په امر وژل شوي دي.»
په ۲۰۲۰ کال کې د «بریټون راپور» په نوم یوې مهمې څېړنې وویل چې «د منلو وړ شواهد» شته چې ښيي د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ کسان په غیرقانوني ډول وژلي دي.
