د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې (دوشنبه او سه شنبه، د حمل ۱۷مه او ۱۸مه) به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلابونو شاهدان واوسو.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د بارانونو کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
کابل، پروان، کاپيسا، پنجشېر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، هرات، غور، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې نن او سبا به پکې سخت بارانونه او سېلابونه وي.
د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په تېرو څو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۹ ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان شوي دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د سېلابونو له امله نږدې ۶۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې او تر ۳۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۱۱۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او ۳۳۷ کیلومتره سړکونه او لويې لارې تخریب شوې دي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو چې د سېلابونو خطر پکې شته، لرې پاتې شي او د پېښو پر وړاندې د ولایتي کمېټو لارښوونې په جدیت سره عملي کړي.
