افغانستان ښځې

نارینه خیاطان له دې وروسته د ښځو جامو د ګنډلو اجازه نه لري

په دې موده کې چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو تېرېږي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې، لسګونه حکمونه صادر کړي چې هر یوه یې د هېوادوالو لپاره یو لړ محدودیتونه رامنځته کړي دي.

دا محدودیتونه، تر ډېره پر ښځو لګول شوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړو مخنیوی تر ټولو مهم دی؛ دا حکم له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه بیا غور نه دی کړی.

اوس په کابل کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې، په تازه فرمان کې خیاطانو ته حکم کړی چې باید د ښځو جامې ونه ګنډي او په کابل کې یې د ښځینه خیاطۍ هم تړلې دي. 

طالبانو ویلي، که ښځینه جامې وګنډې هټۍ دې تړو!

د کابل ښار یو خیاط عبدالله همدرد په دې هکله وايي: «څه د پاسه لس کاله کېږي چې لږ خیاطي کوو او زیات شمېر مشتریانې مې مېرمنې دي. په وروستیو ورځو کې، د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکي هټۍ ته راغلل او وې ویل چې له دې وروسته د ښځینه جامو د ګنډلو اجازه نه لرې!»

همدرد زیاته کړه: «طالبانو وویل که مو ولیدل چې ښځینه جامې ګنډې، جریمه کوو مو او هټۍ مو بندوو؛ خو ډېری مشتریان مې مېرمنې دي او په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې، دوی له موږ څخه کاروبار اخیستی دی.»

اسحاق نوري، د کابل ښار بل خیاط دی. هغه وايي چې د جمهوریت پرمهال کار ښه و، د خیاطانو بازار هم بد نه و؛ خو اوس چې طالبان راغلي، د خلکو وزګاري پيل شوې او د ټولو اقتصاد زیانمن شوی دی.

نوري په دوام کې وویل: «طالبانو پر موږ نوی محدودیت لګولی او ویلي یې دي چې نور د ښځینه جامو د ګنډلو حق نه لرو، موږ ته یې خبرداری راکړ چې که ښځینه جامې مو وګنډلې، جریمه کېږئ او هټۍ مو بندوو.»

طالبانو په داسې حال کې تازه فرمان صادر کړی چې له کلونو راهیسې د ښځینه او نارینه سلګونه هټۍ په کابل کې فعالیت لري.

د جامو ګنډونکي وایي چې موږ د ژوندانه د لګښتونو د برابرولو لپاره کار کوو او دا محدودیتونه، زموږ مشتریان کموي.

طالبان: ښځینه خیاطانې دې په کور کې کار وکړي

عایشه بیګ زاده د کابل یوه ښځینه خیاطه ده. هغه په خپله کارخونه کې لس شاګردانې لري او د عوایدو یوازینۍ سرچینه یې همدا د خیاطۍ کارخونه ده.

هغه له طالبانو په ګیلې سره وایي: «ما همدا د خیاطۍ دکان درلود. د امربالمعروف او نهی عن المنکر کسان راغلل، هټۍ یې راته بنده کړه او وې ویل چې ولاړه شه او په کور کې کار وکړه. نور نو له کوره بهر د خیاطۍ کولو حق نه لرې!»

بیګ زاده ټینګار کوي چې طالبان ددې پرځای چې له ښځو ملاتړ وکړي، تر ډېره هغوی تخریبوي.

د بیګ زاده د خیاطۍ کارخونې یوه شاګرده فرشته هم وایي: «د طالبانو په راتلو، زه له ښوونځي بې برخې شوم او اوس د یوه مسلک زده کولو لپاره دلته راغلم؛ خو طالبانو ددې کارخونې دروازه هم زموږ پرمخ وتړله.»

دا د افغان نجونو او مېرمنو په وړاندې د طالبانو لومړی او وروستۍ محدودیت نه دی. طالبانو تراوسه د افغان ښځو او نجونو پرمخ د محدودیت رامنځته کولو لپاره پراخ فرمانونه صادر کړي دي.

په تېرو ورځو کې، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو د کابل په رستورانونو کې د بهرنیو ټلویزیوني شبکو خپرونې منع کړې.