په فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د یوه دېوال د نړېدو په پایله کې یو ماشوم مړ او بل ټپي شوی دی.
په فراه کې د طالبانو ځايي چارواکو د دې خبرې د تایید پر مهال ویلي چې دا پېښه په فرارود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ورته مهال چارواکو زیاته کړې چې په دغه ولایت کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه هم زیانمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو، چې له امله یې په یو شمېر سیمو کې لویې لارې او نښلوونکي سړکونه هم تړل شوي دي.
