باخبره او ځایي سرچینې ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان پلاوي د چین په ارومچي ښار کې په خبرو بوخت دي، پاکستاني پوځ د هېواد پر څو برخو هوایي او ځمکني بریدونو کړي دي.
ځايي سرچینو ویلي چې طالبانو او د پاکستان پوځیانو د خوست او کونړ ولایتونو په هغو سیمو کې چې د دیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتې دي، هم نښتې کړې دي.
طالبانو ویلي چې د پاکستان د تازه بریدونو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۵ تنو زیات نور ټپیان شوي دي.
په همدې منځ کې، چین چې د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربه دی، ویلي چې غواړي د خبرو اترو له لارې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
