د افغانستان ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د کونړ او پکتیا ولایتونو د ډیورنډ کرښې په ځینو برخو کې اغزن تارونه لرې شوي دي.
ددغو راپورونو له مخې، په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې وسلهوال کسان د کرښې په ځینو سیمو کې د کټارو د پرې کولو او ټولولو اقدام کوي، خو ددې ویډیوګانو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.
بلخوا، د پاکستان حکومت دا ادعاوې رد کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اغزن تار د لرې کولو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې «جعلي، زړې او له حقیقته لرې» دي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول ددغو ادعاوو د تایید یا رد په اړه کومه څرګنده اعلامیه نه ده خپره کړې.
