افغانستان

په هرات کې سېلابونو د دوو تنو ژوند واخیست

طالبان وايي چې په هرات ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي او د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي

بلخوا، په سمنګان ولایت کې هم د سېلابونو راوتلو د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د استوګنې کورونو او کرنیزو ځمکو ته زیان اړولی دی

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي وو، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي

د دغې ادارې په وینا، دا پېښې په پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، لغمان او سرپل ولایتونو کې رامنځته شوې دي

د دې شمېرو پر بنسټ، ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۰ هټیو ته هم زیان اوښتی دی. دغه راز شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړک او ۲۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې زیاته کړې، چې په ټوله کې ۵۰۰ کورنۍ له دې پېښو اغېزمنې شوې او له ځینو سره یې مرستې هم شوې دي

دې ادارې خبرداری ورکړی چې بارانونه به لا هم دوام ولري

دا په داسې حال کې ده چې کابل هم په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو شاهد و؛ هغه بارانونه چې د پلازمېنې په مرکز کې یې د ځینو سړکونو د اوبو نیولو لامل شوي دي