د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۵- د ۸ بجو خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د «یرغمل‌ نیونې ډیپلوماسي» دې پای ته ورسوي.

دې وزارت د ډنیس کویل له خوشې کېدو وروسته، ټینګار کړی چې امریکا د محمود حبیبي او نورو هغو امریکایانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ډنیس کویل خوشې کېدل د یرغمل‌نیونې ډیپلوماسۍ د پای ته رسولو په لور یو مثبت ګام دی.

له دې سره هم‌مهاله، د یرغمل نیولو چارو لپاره د ډونالډ ټرمپ د ادارې ځانګړي استازي ویلي چې دا امریکایي وګړی د طالبانو له خوا پرته له کومې معاملې او پیسو خوشې شوی دی.