د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د روان میلادي کال له ورستیو به د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک د ډالرو پر بانکنوټونو باندې درج شي
دا پرېکړه د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کالیزې په مناسبت شوې او په تاریخ کې یو بې ساري ګام بلل کېږي
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، تر اوسه د امریکا په تاریخ کې د هیڅ برحال ولسمشر لاسلیک پر ډالرو نه دی چاپ شوی او ټرمپ به لومړنی ولسمشر وي چې دا ویاړ ترلاسه کوي
د نوي بدلون له مخې، د ټرمپ نوم به د خزانې د وزیر “اسکاټ بسنټ” د نوم تر څنګ لیکل کېږي
په دې سره به د امریکا د “خزانهدار” (Treasurer) نوم، چې له یوې پېړۍ راهیسې پر ډالرو چاپېده، له منځه لاړ شي
د خزانې وزیر اسکاټ بسنټ په دې اړه ویلي: «د هېواد د تاریخي لاسته راوړنو د نمانځلو لپاره د ولسمشر ټرمپ له نوم څخه بله غوره لاره نشته».
دا هڅه د ټرمپ د هغه پلان برخه ګڼل کېږي چې غواړي خپل سیاسي میراث د امریکا په ملي ادارو کې ثبت کړي
نوموړي تر دې وړاندې د خپل تصویر لرونکي یو ډالري سکې د ضربولو او د واشنګټن د “ډالیس” هوايي ډګر نوم پر خپل نوم د بدلولو وړاندیزونه هم کړي وو
د امریکا پر پیسو د لاسلیک درج کولو تاریخ ۱۸۶۱ کال ته ورګرځي. له ۱۹۱۴ کال راهیسې تل د خزانې د وزیر او خزانهدار لاسلیکونه په ګډه چاپېدل.
خو د جو بایډن د ادارې پر مهال، د نوي خزانهدار د ټاکلو په برخه کې د ځنډ له امله، د خزانې د وخت د وزیرې د لاسلیک درج کول هم له ډېر ځنډ سره مخ شوي وو
