د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جیم ریش وايي، په دې ویاړي چې د ټرمپ له ادارې سره یې د «غیرقانوني» نیونو د دولتي ملاتړو په توګه د طالبانو په پېژندلو کې همکاري کړې ده
نوموړي د طالبانو له زندانه د امریکایي وګړي، ډینیس کویل ازادېدو ته په اشارې ویلي، چې دا ډول سخت سیاست باید د هغو ټولو ډلو پر وړاندې وکارول شي چې امریکایان یرغمل کوي
جیم ریش د ډونالډ ټرمپ د هغه اقدام هرکلی کړی چې له طالبانو څخه یې د امریکایي یرغملو د ازادولو په اړه خپله ژمنه پوره کړې ده
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی ډینیس مک کویل، چې له یوه کال راهیسې ورسره بندي و، ازاد کړی دی، طالبانو ادعا وکړه چې مشر یې د کویل د مور له خوا یو لیک ترلاسه کړی و او هغه یې د اختر په مناسبت بښلی او ازاد کړی دی
خو تر دې وړاندې د ټرمپ د مرستیال دستیار په ځلونو طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د «یرغمل نیونې د شیطاني ډیپلوماسۍ» سیاست پای ته ورسوي او امریکایان خوشې کړي
دغه امریکایي چارواکي ویلي و چې په دې اړه یې طالبانو ته په واضح ډول خبرداری ورکړی دی
که څه هم طالبانو په رسمي ډول دې ګواښونو ته غبرګون نه و ښودلی، خو له کندهار څخه سرچینو «آمو» ته ویلي چې د امریکا دغو جدي ګواښونو د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په دفتر کې لویه اندېښنه راپیدا کړې وه او نوموړي په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره څو پرلهپسې ناستې هم کړې وې.
