د طالبانو د ادارې د دولتي شرکتونو ریاست وايي چې د کابل–پکتیا پر لاره کې د ملي بسونو د تګ راتګ بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی.
د یادې ادارې په اعلامیه کې د دغو بسونو د شمېر او د فعالیت د کچې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو راغلي چې د «ملي بس» شرکت د بسونو فعالیت د روان لمریز کال د وري (حمل) میاشتې له دویمې نېټې پیل شوی دی.
د یاد ریاست په وینا، مسافر اوس کولی شي په دې لاره کې په «ډاډمنه، خوندي او منظمه» توګه تګ راتګ وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دې خدمتونو پیل د هېوادوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ارزانه او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه شوی دی.
کابل او پکتیا د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري او د دې دواړو ولایتونو د مرکزونو ترمنځ (له کابل څخه د پکتیا تر مرکز ګردیز پورې) ځمکنۍ فاصله شاوخوا ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلومتره اټکل شوې ده. دا لاره معمولاً له ۲ تر ۳ ساعتونو پورې وخت نیسي.
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د «ملي بس» تر نامه لاندې خدمتونه موجود وو، چې په تېرو لسیزو کې یې په کابل او ځینو ښارونو ترمنځ لارو کې فعالیت کاوه، خو دا خدمتونه د جګړو او د زیربناوو د ویجاړېدو له امله په پراخه کچه کمزوري شوي وو.
