سویلي آسیا

عمران خان: د اسلام‌اباد پر لور لاریون د سه‌شنبې پر ورځ بیا پیلېږي

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې پر ورځ وویل چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پر لور اعتراضي لاریون چې پر هغه له ډزو وروسته ځنډول شوی و د سه‌شنبې پر ورځ بیا پیلېږي.

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې، هغه پر ده د ډزو او د پاکستان په دولت او پوځ کې د درېیو تنو د ګوښه کېدو په اړه د څېړنو لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړه چې د عمران خان په وینا هغوی په دې برید کې لاس درلود.

عمران خان، لومړی وزیر، د کورنیو چارو وزیر او جنرال فیصل پر هغه د ډزو په تړاو ګرم بولي.

دغه پېښه پنجشنبه ورځ د پنجاب ایالت په یوه ولسوالۍ وزیراباد کې د یوه وسله‌وال کس له ډزو وروسته وشوه. عمران خان په دې ډزو کې ټپي شو او د هغه یو ملاتړی په دې پېښه کې وژل شوی او همداراز ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

اوس خان وایي چې خپل لاریون به بېرته له وزیراباد څخه پیل کړي.

عمران خان د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان په پارلمان کې د باور رایو له نه ترلاسه کولو سره له خپلې دندې ګوښه شو.

هغه په اسلام آباد کې یو لاریون پلان کړ ترڅو د لومړي وزیر شهباز شریف پر دولت د ټاکنو د ژر پيل لپاره فشار راوړي؛ خو شریف وایي چې ټاکنې به د پلان له مخې په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شي.

د خان اعتراضي لاریون چې د اکټوبر پر ۲۸ پیل شو، د پنجشنبې ورځې تر برید پورې ارام و؛ خو وروستۍ پېښې، د سیاسي بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې، چې په پاکستان کې د سیاسي ترور او تاوتریخوالي مخینه لري زیاتې کړې دي.

خان وویل چې لاریون له ۱۰ تر ۱۵ ورځو دوام کوي ترڅو راولپنډۍ ته ورسېږي؛ هغه ځای چې تمه کېږي د دغه هېواد له نورو برخو هم ځینې کاروانونه له دغه لاریون سره یوځای شي.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر وویل، چې د رسنیزو اړیکو له لارې به د لاریون له اصلي ګډونوالو سره اړیکه ونیسي او په پای کې  به «د خلکو یو سیند د اسلام‌اباد پر لور» روان کړي.

د هغه په وینا د پنجشنبې ورځې په لاریون کې وزیراباد کې دوو تنو وسله‌والو غوښتل چې پر هغه برید وکړي.

خان د یکشنبې ورځې په پای کې له روغتون څخه رخصت شو او لاهور کې خپل کور ته ولاړ.