د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن جمعه د افغان طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې پاکستان په جګړه کې له لنډمهالي ځنډ (اوربند) څخه سرغړونه کړې ده.
یاد وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي: «د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت دا ادعا چې پاکستان له لنډمهالي اوربند څخه — کوم چې پخپله د پاکستان له لوري د کوچني اختر په مناسبت پیل شوی و — سرغړونه کړې، بېبنسټه ده.»
په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري هیڅ ډول سرغړونه نه ده شوې او ټولې داسې ادعاوې په بشپړه توګه دروغ دي.
تر دې دمخه د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان پوځ د لنډمهالي اوربند په نقضولو تورن کړی او ویلي یې دي چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې څو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت، د پنجشنبې په ورځ په یوه پیغام کې وویل چې دا اوربند د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب د دواړو لوریو له خوا اعلان شوی و او د دوی ځواکونه ورته ژمن پاتې شوي دي. خو د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اوربند د ماتولو موارد لیدل شوي دي.
فطرت زیاته کړه چې ان د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم څو تنه ملکي کسان وژل شوي، چې دا د پاکستان د پوځ «بېتعهدي او فریبکاري» ښيي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دې سرغړونو سره سره، د دوی ځواکونو تر اوسه خپلې ژمنې پاللي او له هر ډول ځوابي اقدام څخه یې ډډه کړې ده.
خو هغه خبرداری ورکړ چې که دا ډول کړنې تکرار شي، د اوربند دوام به مانا ونه لري او طالب ځواکونه به «غوڅ او غاښ ماتونکی» ځواب ورکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د دغه ډول تبلیغاتو تر شا ښايي د طالبانو په رژیم کې د ځینو هغو کړیو لاس وي چې غواړي د خپلو راتلونکو ترهګریزو بریدونو یا نورو اقداماتو لپاره ناسمې پلمې جوړې کړي.
وزارت زیاته کړې چې که د افغان طالبانو یا د هغوی د نیابتي ډلو له لوري هر ډول برید، یا ترهګریزه پېښه وشي، اعلان شوی اوربند به سمدستي پای ته ورسېږي او د «غضب للحق» په نوم عملیات به په لا ډېر شدت سره بیا پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي سرچینو مخکې “آمو” ته راپور ورکړی و چې پاکستاني ځواکونو د کنړ ولایت ځینې برخې، په ځانګړې توګه د ناړۍ او مرورې ولسوالۍ تر توپچي بریدونو لاندې نیولې دي. د سرچینو په وینا، دا ډزې وړمه شپه او تیر سهار شوې دي.
دا ناندرۍ وروسته له هغه راپورته کېږي چې په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتیايي مرکز د پاکستان له مرګونو هوايي بریدونو درې ورځې وروسته، اسلاماباد او کابل د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د اختر په مناسبت د خپلو پوځي عملیاتو د لنډمهالي بندولو اعلان وکړ.
