افغانستان

د امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت غځول رای اچونې ته وړاندې کوي

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې راتلونکې دوشنبه به د هغې پرېکړه لیک په مسوده رای اچونه وکړي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د نورو درېیو میاشتو لپاره غځوي.

د امنیت شورا په بیانیه کې راغلي چې، چین په شورا کې د دې موضوع د تعقیب مسوولیت درلود او د پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده یې غړو ته وېشلې وه. که څه هم په لومړني متن کې د یوناما د ماموریت د یوه کال لپاره د غځولو غوښتنه شوې وه، خو د مارچ په ۵مه د کارپوهانو له ناستې وروسته په مسوده کې بدلونونه راغلل.

تېره سه شنبه (د مارچ ۱۰مه) چین د “سکوت د کړنلارې” (Silence Procedure) له مخې دویمه اصلاح شوې مسوده وړاندې کړه، خو د امریکا متحدو ایالتونو دغه سکوت مات کړ او غوښتنه یې وکړه چې د یوناما د ماموریت د غځولو موده دې لنډه وي.

د راپورونو له مخې، د امریکا استدلال دا دی چې یوناما د ملګرو ملتونو یو له خورا لګښتي سیاسي ماموریتونو څخه دی او په افغانستان کې په ډېر پېچلي چاپیریال کې فعالیت کوي.

واشنګټن وایي، مخکې له دې چې د یو کال لپاره د دغه ماموریت پر غځولو ژمنه وشي، شورا باید لومړی دا وڅېړي چې ایا د یوناما اوسنی جوړښت د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمون خوري او که نه.

امریکا باوري ده چې درې میاشتنی تخنیکي تمدید به شورا ته فرصت ورکړي چې له ټولو ښکېلو خواوو سره پر یوې نوې او لا اغېزمنې تګلارې بحث وکړي.

له څو پړاوونو بحثونو او د مسودې له اصلاح کولو وروسته، بالاخره تېره ورځ دغه پرېکړه لیک رسمي بڼه خپله کړه او د «شین رنګ» In Blue – نهایي پړاو ته ورسېد. که څه هم په پیل کې د شورا ډېری غړو د چین د یو کلن تمدید له وړاندیزه ملاتړ کاوه، خو د امریکا له ټینګار وروسته هوکړه وشوه چې ماموریت به په موقتي ډول د درېیو میاشتو لپاره غځول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د یوناما ماموریت او لومړیتوبونه په بنسټیز ډول نه دي اصلاح کړي، او دا ځل ښايي په دغه درې میاشتنۍ موده کې په ماموریت کې د پام وړ بدلونونه راوستل شي.