د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا «اف بي اې» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د «ناحقه زنداني کولو د ملاتړي هېواد» په توګه د افغانستان اعلانولو ته په اشارې ویلي، پر هغو کسانو به «عدالت» پلی کړي چې دغه سازمان د امریکایانو «تښتوونکي» بللي دي.
دې استخباراتي ادارې ټینګار کړی چې له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته د بندي امریکایانو په بېرته ستنولو کې ژمنه ده.
د اف بي آی په بیانیه کې راغلي:«د مارچ پر ۹مه، متحده ایالاتو افغانستان د غیرقانوني نیونو د دولتي ملاتړي په توګه معرفي کړ. افبياې له خپلو فدرالي او نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی، ترڅو هغه امریکایان چې په زندان کې دي، کور ته راستانه کړي او د هغوی پر تښتوونکو عدالت پلي کړي.»
دې استخباراتي ادارې زیاته کړې چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ترلاسه کولو د ادغام واحد (HRFC) له متحده ایالاتو څخه بهر د امریکايي یرغمل شویو د ژغورلو او د هغوی د خلاصون پر مهال او وروسته له کورنیو څخه د ملاتړ هڅې همغږي کوي.
اف بي آې ټینګار کړی: «موږ د دې دوسیو په حل کولو کې په خپله پرېکړه کې ثابت قدم یو.»
له دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو اعلان وکړ چې افغانستان د «ناحقه نیولو د ملاتړي هېواد» په توګه پېژندل شوی دی. هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ولیکل چې طالبان لا هم د «تروریستي تاکتیکونو» په کارولو سره هڅه کوي سیاسي امتیازات ترلاسه کړي، خو دا تګلاره به د امریکا د اوسنۍ ادارې پر وړاندې بریالۍ نشي.
مارکو روبیو په دغه پیغام کې ټینګار وکړ چې طالبان باید ژر تر ژره دنیس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې په افغانستان کې «په ناحقه» نیول شوي دي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سباستین ګورکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې طالبانو ته یو «خبرداری» وباله او په ایکس کې یې د مارکو روبیو د بیانیې په بیا خپرولو سره ولیکل: «طالبانو، تاسو ته خبرداری درکړل شو.»
هممهاله، د یرغمل شویو په چارو کې د متحده ایالاتو استازي آدم بوهلر هم په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې امریکا به نور دا ونه زغمي چې کوم هېواد امریکايي وګړي په بند کې وساتي.
هغه په ایکس کې ولیکل چې دا مهال درې تنه «بې ګناه» امریکايي وګړي په افغانستان کې ساتل کېږي او د دې وخت رارسېدلی چې هغوی خوشې شي.
بوهلر خبرداری ورکړ چې که دا کسان خوشې نشي، افغانستان به له جدي پایلو سره مخ شي او ښايي د وینزویلا یا ایران په څېر له برخلیک سره مخ شي.
طالبانو تر اوسه د امریکايي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
