له تخار، بدخشان او کندز ولایتونو څخه څلورو سرچینو آمو ته منلې، چې طالبانو له دغو لایتونو څخه یو شمېر ځواکونه، ټانکونه او درنې وسلې د ډیورنډ فرضي کرښې سره نښلېدونکو سیمو ته لېږدولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، دا پوځي تجهیزات د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه بار شوي او د پوځي کاروانونو په بڼه د هېواد جنوبي ولایتونو ته استول شوي دي.
له بلې خوا، د طالبانو یو شمېر هغه ځواکونه چې د هېواد د شمال او شمال ختیځ ولایتونو اوسېدونکي دي، وایي چې د ډيورنډ کرښې ته له تلو او له پاکستان سره له جګړې کولو څخه یې ډډه کړې ده.
هممهاله، د تاوتریخوالي په لسمه ورځ، طالبان او پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په پکتیکا ولایت کې له فرضي کرښې سره نږدې سیمو کې نښته کړې او د پاکستان پوځ د خوست ولایت ځینې برخې بمبار کړې دي.
