متحده ایالتونه

پاکستانی تورن: اړ شوی وم چې د ټرمپ د وژلو په پلان کې کار وکړم

هغه پاکستانی وګړی چې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د برید د پلانولو په تور محاکمه کېږي، د چهارشنبې په ورځ منصفه پلاوي ته وویل چې ده په خپله خوښه د ایران له سپاه پاسداران سره د دغه پلان په جوړولو کې کار نه دی کړی.

د امریکا د عدلیې وزارت «آصف مرچنټ» تورن کړی چې په امریکا کې یې د ټرمپ او نورو امریکايي سیاستوالو د په نښه کولو لپاره د کسانو د ګومارلو هڅه کوله.

ویل کیږي چې دا پلان د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستلو په موخه جوړ شوی و.

نیویارک ټایمز د مرچنټ له قوله لیکلي چې په محکمه کې یې ویلي: «ما دا کار په خپله خوښه نه کاوه.» ده زیاته کړه چې په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې او خوندیتوب لپاره یې په دغه پلان کې برخه اخیستې وه.

خو څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د ده د مجبوریت یا ګواښل کېدو په اړه هیڅ ثبوت نشته.

د راپور له مخې، مرچنټ ویلي چې ده ته په مستقیم ډول د کوم ځانګړي کس د وژلو امر نه و شوی، خو ایراني لارښوونکي یې په تهران کې د خبرو پر مهال د دریو کسانو نومونه اخیستي وو:

ډونالډ ټرمپ، د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او نیکي هېلي.

دا محکمه تېره اونۍ پیل شوه؛ یوازې څو ورځې وړاندې له هغه چې ټرمپ پر ایران د هغو بریدونو امر وکړ چې په پایله کې یې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي او نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ له اې‌بي‌سي (ABC) نیوز سره په خبرو کې د ایران همدا پلان یاد کړ او ویې ویل: «مخکې له دې چې هغه (خامنه‌یي) ما له منځه یوسي، ما هغه له منځه یووړ»

تهران تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې ټرمپ یا نور امریکایي چارواکي یې په نښه کړي دي.