د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۹ – د ۸ بجو خبرونه

امریکا او اسرائيلو په ګډه، پر ایران د پراخو بریدونو څپه پيل کړې ده.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران حکومتي بنسټونه، توغندیز تأسیسات او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکونه په نښه شوې دي.

په ځواب کې، ایران غچ‌اخیستونکي اقدامات پيل کړي او اسرائیل او د سیمې په هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو اډې یې په نښه کړې دي.