د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو او پر کابل، کندهار او د هېواد پر یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو، پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش، د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.
امریکا بیا ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري. چین، ایران، روسیې او بریټانیې هم پر دې ټینګار کړی چې شخړې باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.
د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره بېړني او عملي ګامونه واخلي.
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو هم د جګړې د سمدستي پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.
