د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په شپه ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې ادعا وکړه چې ده د امریکا «زرین دور» پیل کړی دی.
هغه په داسې حال کې د بریالیتوب ننداره وړاندې کړه چې د نومبر منځمهاله ټاکنو ته د نږدې کېدو په درشل کې د نوموړي محبوبیت کم شوی او د ژوند د لګښتونو له امله د ولسي وګړو اندېښنې زیاتې شوې دي.
ټرمپ د خپلې وینا لومړی یو ساعت پر اقتصاد متمرکز کړ. هغه ادعا وکړه چې انفلاسیون یې مهار کړی، د اسهامو بازار یې ریکارډ کچې ته رسولی او د مالیاتو په کمولو سره یې د درملو بیې راټیټې کړې دي.
ټرمپ په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو له خوا د “USA، USA” په نارو بدرګه کېده، وویل:«زموږ هېواد بیرته راغلی—تر بل هر وخت لوی، ښه، شتمن او پیاوړی دی.»
بل لور ته په تالار کې د ډیموکراتانو په لوري کې لسګونه خالي څوکیو د دې ښکارندويي کوله چې ډېرو قانون جوړونکو دا وینا بایکاټ کړې وه.
که څه هم ټرمپ وايي انفلاسیون په راکمېدو دی، خو نوي ارقام ښيي چې د خوراکي توکو، کورونو او بیمې بیې لا هم د تېرو څو کلونو په پرتله خورا لوړې دي.
ټرمپ د خپلې وینا ډېره برخه پر داخلي مسایلو تېره کړه او باندني سیاست ته یې لږ وخت ورکړ.
هغه یو ځل بیا په مبالغې سره ادعا وکړه چې “اته جګړې” یې پای ته رسولي دي. د اوکراین په اړه یې یوازې لنډه اشاره وکړه او د چین یا ګرین لنډ په اړه یې هیڅ ونه ویل.
د امریکا ولسمشر د ایران په اړه یې د خپل احتمالي نظامي برید په اړه جزیات ورنکړل خو وې ویل:«زما لومړیتوب دیپلوماسي ده، خو یو څه یقیني دي: زه به هیڅکله د نړۍ د ترهګرۍ لومړي ملاتړي ته اجازه ورنکړم چې اټومي وسله ولري. دا نشي کېدلی.»
کله چې ټرمپ د کډوالۍ موضوع یاده کړه، فضا ډېره جنجالي شوه. هغه پر ډیموکراتانو غږ وکړ چې «تاسو باید وشرمېږئ» چې د سرحدي امنیت بودیجه نه منظوروی.
په دې وخت کې ډیموکرات استازې ایلهان عمر پر ولسمشر چیغه کړه: «تا امریکایان وژلي!»؛ دا اشاره په مینیاپولیس کې د فډرال اجنټانو لخوا د دوو امریکايي اتباعو وژلو ته وه.
همدا راز، د ډیموکراتانو استازی ال ګرین د دویم کال لپاره له تالار څخه په زوره وایستل شو، ځکه هغه یوه لوحه پورته کړې وه چې پرې لیکل شوي وو «تورپوستي بیزوګان نه دي»؛ دا د ټرمپ هغې ویډیو ته غبرګون و چې پکې بارک اوباما ته سپکاوی شوی و.
ټرمپ چې د ریالیټي شوګانو پخوانی ستوری دی، په وینا کې یې ځینې نندارې هم شاملې کړې وې.
هغه د امریکا د یخ پر سر د هکې ملي ټیم تالار ته راوغوښت چې د المپیک د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.
د ټرمپ دې وینا یو ساعت او ۴۷ دقیقې وخت ونیو، چې د امریکا په تاریخ کې د یو ولسمشر تر ټولو اوږده وینا ثبت شوه.
