افغانستان

ننګرهار کې ټرافیکي پېښه کې یو ځوان مړ او بل ټپی شو

د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې یوې ټرافیکي پېښه کې یو ځوان وژل شوی او د بل تن سخت ټپی شوی دیدی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د ښار په «چکنوریو» سیمه کې د یوه بې ‌پلېټه مارکس ډوله موټر او ریکشا د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

 د امنیتي مسؤلینو په وینا، پولیس پر وخت سیمې ته رسېدلي دي. د وژل شوي ځوان جسد کورنۍ ته سپارل شوی، خو د پېښې بل ټپي د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.

د روغتون مسؤلینو د ټپي شوي کس روغتیايي وضعیت «نازک» ښودلی او ویلي یې دي چې تر جدي څارنې لاندې دی.

د ننګرهار په جلال‌اباد ښار کې دا لومړی ځل نه دی چې د بې‌پلېټه موټرو له امله داسې پېښې رامنځته کېږي. په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي

که څه هم د ننګرهار ټرافیکو مدیریت وخت ناوخته د بې‌پلېټه موټرو د بندیز او تنظیم کمپاینونه کړي، خو لا هم دا ډول پېښې د ښار د اوسېدونکو ژوند ګواښي.