متحده ایالتونه

ټرمپ ایران سره جګړه او سلاکاران یې پر اقتصاد تمرکز غواړي

انځور، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالات د ایران سره د جګړې تر پولې رسولي دي، خو په ورته وخت کې د هغه نږدې سلاکاران ټینګار کوي چې نوموړی باید د جګړې پر ځای د رای ورکوونکو اقتصادي ستونزو ته پام وکړي.

رویټرز په دې اړه خپاره کړي راپور کې وايي دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د منځمهاله ټاکنو په درشل کې پوځي کړکېچ د ټرمپ لپاره لوی سیاسي خطرونه لرلای شي.

ټرمپ په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو د بې ساري زیاتوالي او پر ایران راتلونکو څو اوونیو کې د احتمالي هوايي بریدونو امر کړی دی.

خو نوموړي تر اوسه امریکايي ولس ته په واضح ډول نه دي ویلي چې ولې هېواد د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د تهران پر وړاندې تر ټولو سخت پوځي اقدام ته کاږي.

په داسې حال کې چې د عامه افکارو پوښتنې ښيي چې امریکایان د ژوند له لوړو لګښتونو (Cost of Living) څخه په تنګ دي، خو د ټرمپ په دویمه دوره کې بهرنۍ پالیسي او د پوځي ځواک کارول د کورنیو لومړیتوبونو سیوری ګرځېدلی.

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ له توندو شعارونو سره سره، د ادارې په منځ کې لا هم د برید په اړه “یو موټی ملاتړ” نشته.

د ټرمپ سلاکاران وېره لري چې د جګړې ډول به بې طرفه رای ورکوونکي، چې یوازې د اقتصاد په اړه اندېښمن دي، له دوی څخه لرې کړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند ستراتیژي جوړوونکي غواړي ولسمشر پر مالیاتي اصلاحاتو او د کورونو د بیو پر راټیټولو تمرکز وکړي، ځکه د نومبر په ټاکنو کې د کانګرس برخلیک ټاکل کېږي.

که جمهوري غوښتونکي په کانګرس کې اکثریت له لاسه ورکړي، نو دا به د ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې هغه له سختو ننګونو سره مخ کړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند یو ستراتیژي جوړوونکي، روب ګاډفري وایي: «ولسمشر باید خپلې هغې اډې (Base) ته پام وکړي چې دی یې واک ته ورساوه. هغوی په بهرنیو جګړو کې د ښکېلېدو مخالف دي، ځکه د “ابدي جګړو” ختمول د ټرمپ یو له اصلي انتخاباتي ژمنو څخه و.»

که څه هم د ټرمپ پلویانو تېره میاشت په وینزویلا کې د مادورو د لیرې کولو لپاره د امریکايي ځواکونو د “توند برید” ملاتړ کړی و، خو ایران د وینزویلا په پرتله خورا پیاوړی سیال دی.

ایران مخکې هم ګواښ کړی و چې که د دوی پر اټومي تاسیساتو برید وشي، نو سخت غبرګون به وښيي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د “امریکا لومړی” په شعار او د انفلاسیون د مخنیوي په ژمنه وګټلې، خو اوسنۍ نظرپوښتنې ښيي چې هغه د بیو په کنټرول کې پاتې راغلی.

شنونکي وايي، که څه هم جګړه یو خطرناک ګام دی، خو ټرمپ په منځني ختیځ کې د جنګي بېړیو او الوتکو په ځای پر ځای کولو سره ځان په داسې یو حالت کې بند کړی چې که ایران امتیاز ورنه کړي، نو دی به د جګړې له کولو پرته په نړیواله کچه “کمزوری” ښکاره شي.