ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې متحده ایالاتو د خپلو نږدې ۴ میلیارده ډالرو پاتې پورونو له جملې څخه یوازې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره تادیه کړي دي. د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په وینا، دا تادیه د دغه سازمان د عادي عملیاتي بودیجې په برخه کې کېږي.
دا تادیه په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په ښکاره ډول له ملګرو ملتونو سره د خپلو ژمنو په اړه پوښتنې راپورته کړي او د دغه نړیوال بنسټ لپاره ځانګړې شوې پیسې یې کمې کړې دي.
خو له دې سره سره، ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د خپل “د سولې بورډ” په پرانیستونکې غونډه کې د ملګرو ملتونو د مالي ملاتړ تایید وکړ.
هغه وویل: «موږ به له هغوی سره مالي مرسته وکړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه پر پښو ولاړ پاتې شي». ټرمپ زیاته کړه چې په باور یې دا سازمان به بالاخره خپل ظرفیت ثابت کړي.
ملګرو ملتونو ښودلې چې متحده ایالات د دغه سازمان عادي بودیجې څخه شاوخوا ۲.۱۹۶ میلیارده ډالره پوروړي دي، چې ۷۶۷ میلیونه ډالره یې یوازې د روان کال پور دی.
دغه راز، ۱.۸ میلیارده ډالره نور د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې عملیاتو په برخه کې پاتې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې که مالي قوانین بدل نشي یا ټول ۱۹۳ غړي هېوادونه خپل پورونه پرې نه کړي، دا نړیوال بنسټ به له “سمدستي مالي پاشل کېدو” سره مخ شي.
ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو راهیسې، په پرله پسې ډول پر ملګرو ملتونو نیوکې کړي او دا سازمان یې یو بې اغېزې بنسټ بللی دی.
هغه په سپټمبر کې عمومي غونډې ته ویلي وو: «د ملګرو ملتونو هدف څه دی؟ داسې ښکاري چې دوی یوازې توند لیکونه لیکي خو هېڅکله یې نه تعقیبوي؛ دا پوچې خبرې دي».
شنونکي او منتقدین د ټرمپ لخوا د “د سولې بورډ” جوړول یو “موازي سیسټم” بولي چې هدف یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رول کمزوري کول دي.
پخپله ټرمپ هم د دغه بورډ په اړه وویل چې دا به «تقریباً پر ملګرو ملتونو څارنه کوي او ډاډ به ترلاسه کوي چې چارې یې په سمه توګه پر مخ ځي».
