د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۲۹ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو د سعودي عربستان په غوښتنه د پاکستان د پوځ درې جنګي اسیران له زندانه خوشې کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه درې پاکستاني پوځیان د تېر میلادي کال د اکټوبر په ۱۲مه د سرحدي نښتو پر مهال نیول شوي وو او اوس د سعودي عربستان په منځګړیتوب ازاد شول. طالبانو زیاته کړې چې دا اقدام یې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو، د سعودي عربستان د استول شوي.

پلاوي غوښتنې ته د درناوي او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ترسره کړی دی.