افغانستان

د ملګروملتونو سازمان: افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

یوناما د چهارشنبې پر ورځ د خبریالانو خلاف د جنایتونو له سزا د معافیت کلتور د پایته رسولو پر نړیواله ورځ ویلي، چې د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې افغانستان کې تر ۲۰۰ د زیاتو خبریالانو پروړاندې له بشري حقونو سرغړونه ثبت شوې ده.

یوناما اعلان کړی چې د خپلسرو نیونو، ناوړه چلند، ګواښ او وېرولو بې مخیني راپورونه ثبت شوی دي.

د ملګروملتونو سازمان وايي، چې افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي او د افغان خبریالانو لپاره عدالت نه دی پلي شوی.

په همدې حال کې کابل کې مېشت د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو خلاف د جنایتونو له سزا د معافیت کلتور پایته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې افغانستان کې تېرو دوو لسیزو کې لږ تر لږ ۱۲۷ خبریالان او رسنیز کارکوونکي د جنګي پېښو یا پلان شویو جرمونو له امله وژل شوي دي. خو د خبریالانو خلاف د جنایتونو له سزا د معافیت کلتور له امله په ډېری دغو مواردو کې عدالت نه دی تامین شوی.

همداراز په تېر زېږدیز کال کې لږ تر لږه اته خبریالان او رسنیز کارکوونکي چې پنځه تنه یې ښځې وې د هدفي وسله‌والو وژنو یا ځانمرګو او بم چاودنو له امله وژل شوي دي.

د دغه مرکز د بیانیې په دوام کې راغلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۲ د اګسټ تر ۱۵ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیونو، فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ او وېرولو، ټپي کېدو او ان وژلو لږترلږه ۲۴۵ پېښې شوې دي او په دې موده کې د رسنیو لږترلږه دوو تنو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دوام کې ټینګار کړی چې هرات کې د نوروز راډیو مخکینی پروګرام چلوونکی خالد قادري د طالبانو له خوا یو نیول شوی کس دی چې په ټولنیزو شبکو کې د اسلامي امارت (طالبانو) پروړاندې د خپل انتقادي لیدلوري د خپرولو له امله د هرات محکمې له خوا پر یوه کال زندان محکوم شوی دی او د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې له ۲۶ راهیسې زنداني دي.

دا راپور به بشپړ شي