افغانستان

په کاپیسا کې د غره ښوېدنې له امله څلور تنه مړه شول

عکس از آوار به جا مانده از خانه‌ای که در لغزش کوه در کاپیسا فروریخته است. آرشیف

د کاپیسا په مرکز کې د «شوخي» کلي اړوند سیمه کې د غره د ښوېدنې له امله څلور تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په کاپیسا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه غره تېره شپه ښوېدلی چې مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یو کور ویجاړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په دې وروستیو کې طبیعي پېښې زیاتې شوي او په تېرو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

تر دې وړاندې د روان کال له تلې (میزان) میاشتې راهیسې د نورستان-کونر او جلال اباد-کابل لویې لارې هم د ځمکې ښوېدنې او د غره د ښوېدنې شاهدې وې، چې له امله یې د هېوادوالو پر مخ د عامه سړکونو د بندېدو لامل هم شوي دي.