د متحده ایالاتو پوځ د کارابین په سمندرګي کې پر یوې کښتۍ برید کړی او ۳ کسان یې وژلي دي. دا د هغو خونړیو هوايي بریدونو لړۍ ده چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې یې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان وژلي دي.
د امریکا سویلي قومانداني ، چې په لاتینه امریکا او کارابین کې د پوځي عملیاتو مشري کوي، ویلي چې امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ یو «وژونکی برید» ترسره کړی چې په پایله کې یې ۳ تنه وژل شوي دي.
امریکايي پوځ یو ځل بیا پرته له کومو شواهدو ادعا کړې چې دوی د مخدره توکو قاچاق وړونکي په نښه کړي او وژل شوي کسان یې «نارکو-ټوریسټان» یا مخدره ترهګر بللي دي. سویلي قوماندانۍ د دغه برید ویډیو هم خپره کړې چې پکې ښکاري یو توغندی پر کښتۍ لګېږي، کښتۍ په اور کې سوځي او په بشپړ ډول له منځه ځي.
نړیوالو حقوقي کارپوهانو په وار وار ویلي چې دا ډول بریدونه «له قضايي پړاوونو پرته اعدامونه» دي، حتی که په نښه شوي کسان د مخدره توکو په قاچاق کې هم لاس ولري.
د جمعې ورځې برید د تېرې دوشنبې له هغې حملې وروسته کېږي چې په ارام سمندر کې یې ۲ تنه ووژل. د ۲۰۲۵ په سپټمبر کې په لومړي برید کې امریکايي ځواکونو حتی پر هغو کسانو هم برید کړی و چې له ډوبې شوې کښتۍ ژوندي پاتې وو او په اوبو کې یې د ژوند هڅه کوله.
قانوني پوهان وايي چې د کښتۍ د ماتېدو له امله د ژوندي پاتې شویو کسانو وژل یو «جنګي جنایت» کېدای شي.
د رسنیو د شمېرو له مخې، امریکا تر اوسه پر ۴۰ کښتیو ۳۸ بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان یې وژلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې په لاتینه امریکا کې له کارتلونو (قاچاق وړونکو ډلو) سره په «وسله واله نښته» بوخت دی.
هغه دا بریدونه امریکا ته د مخدره توکو د جریان د مخنیوي لپاره یو ضروري اقدام بولي. خو حقوقي پوهان ټینګار کوي چې امریکا په نړیوالو اوبو کې د دا ډول بریدونو حق نه لري او تورن کسان باید د قانون له مخې محاکمه شي.
