افغانستان

ننګرهار کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نیالګیو اېښودلو پروژه پیل شوه

د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا په موخه د ۴.۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږ زره مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو بوټو د کېنولو لویه پروژه پرانیستل شوه.

دا کمپاین ننګرهار کې د طالبانو د ولایت مقام د مالي او تامیناتي رئیس احمد حمزه او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د عمومي رئیس مطیع الحق خالص له لوري په رسمي ډول پیل شو.

د طالب چارواکو په وینا، په دې پروژه کې دوه زره ناجو، دوه زره انار او دوه زره د بادامو نیالګي شامل دي.

چارواکي دغه راز وايي د دې کمپاین یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې نیالګي به د لمریزې برېښنا (سولر) او د څاڅکي اوبو لګولو په عصري سیستم اوبه کېږي، چې د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی کوي.

دوی وايي د کارموندنې په برخه کې هم دا پروژه ګټوره ثابته شوې؛ لسګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او ۵۳ مېرمنو ته د کورنۍ باغدارۍ لپاره اړین وسایل او تخمونه ورکړل شوي دي.

افغانستان د هغو هېوادونو په لومړۍ کټګورۍ کې دی چې د اقلیم بدلون او وچکالۍ سخت ځپلی دی. په ننګرهار کې د داسې پروژو پلي کېدل چې هم عصري اوبه خور لري او هم د کارموندنې اړخ، د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د UNDP او RAHA په څېر د نړیوالو بنسټونو همکاري ښيي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه کې لا هم نړیواله لېوالتیا شته.

دا ډول پروژې نه یوازې د سیمې هوا پاکوي، بلکې په راتلونکي کې د پچیر اګام په څېر سیمو د ولسونو په اقتصادي ځان بسیاینه کې هم لوی رول لوبولی شي.