د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ادارې په درې میاشتو کې ۵۲۰ ښځې او نارینه د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو د سرغړونې په تور نیولي دي.

راپور وایي چې دا مهال د طالبانو د بندیز له کبله، ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

راپور کاږي، چې په دې درې میاشتو کې طالبانو په هرات کې د ښځو چادري جبري کړې او حتا د هېواد په ځینو برخو کې یې عامه ځایونو او روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی په شدیده توګه محدوده کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.