متحده ایالتونه

ټرمپ د غزې لپاره ‘د سولې بورډ’ واشنګټن ته راوغوښت

انځور- سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ پلان لري چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د غزې په اړه د “سولې بورډ” لومړنۍ سرمشریزه جوړه کړي.

 د اکسېوس خبري وېبپاڼې د جمعې په ورځ د یوه امریکایي چارواکي او د څلورو هېوادونو د ډیپلوماټانو په حواله راپور ورکړی چې دا غونډه به د مشرانو په کچه ترسره شي.

راپور زیاتوي چې د دغې غونډې یوه مهمه موخه د غزې د بیارغونې لپاره د مالي مرستو (Fundraising) ټولول دي.

که څه هم د غونډې پلانونه لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي او ښايي تغیر په کې راشي، خو ویل کېږي چې د واشنګټن د “سولې په انسټېټیوټ” کې به جوړه شي.

د دې غونډې څخه یوه ورځ وړاندې، یعنې د فبرورۍ پر ۱۸مه، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نیتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه لري.

ولسمشر ټرمپ د روان کال د جنوري په وروستیو کې د دغه بورډ بنسټ کېښود او مشري یې په خپله کوي. هغه وايي چې دا بورډ به د نړۍ د لویو شخړو پر هواري کار کوي، خو یو شمېر پوهان اندېښنه لري چې دغه نوی جوړښت به د ملګرو ملتونو رول کمزوری کړي.

د امریکا د منځني ختیځ یو شمېر متحدین له دغه بورډ سره یوځای شوي، خو ډېری لوېدیځو هېوادونو لا تر اوسه په دې اړه احتیاط کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې، چې په تېر نومبر کې تصویب شو، دغه بورډ او ورسره مل هېوادونه اجازه لري چې په غزه کې یو نړیوال ثبات ساتونکی ځواک رامنځته کړي.

دا بورډ د ټرمپ د هغه ۲۰ فقره‌ئیز پلان برخه ده چې تېر کال وړاندې شو او د غزي د موقتي حکومت نظارت به هم پر غاړه لري.

که څه هم په غزه کې له تېر اکتوبر راهیسې یو نازک اوربند روان دی، خو جګړې او نښتو لا هم دوام موندلی دی.

د رپوټونو له مخې، له اوربند وروسته تر ۵۵۰ ډېر فلسطینیان او ۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۷۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او ټوله سیمه له سختې لوږې او بشري ناورین سره مخ ده.