د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د « تاشقرغان تنګي » سیمه کې د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا په شبکه کې د تخنیکي ستونزې له امله، د کابل په ګډون د هېواد د څو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د دې ستونزې له امله، د کابل ترڅنګ د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو وارداتي برېښنا هم قطع شوې او د دغو سیمو اوسېدونکي له تیارو سره مخ دي.
برېښنا شرکت په خپله اعلامیه کې ویلي چې تخنیکي ډلې یې سیمې ته لېږلي، خو په سیمه کې سخت طوفان د بیارغونې د کارونو د سمدستي پیل مخه نیولې ده.
دغه شرکت زیاته کړې چې هر کله چې د هوا حالات ښه شي، د ستونزې د حل لپاره به عملي هڅې پیل شي او له ټولو شته امکاناتو به ګټه پورته شي.
افغانستان خپله ډېره اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې دا لړۍ په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې له پرله پسې ستونزو سره مخ کېږي.
د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې، افغانستان په اوسط ډول په کال کې شاوخوا ۱۴۰۰ تر ۱۶۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې کورني تولیدات یې یوازې ۲۰ تر ۳۰ سلنه اړتیا پوره کولای شي.
