ویډیوګانې

دریځ: د روسیې اندېښنې او د طالبانو غبرګون، د ګواښ سرچينه کوم هېواد دی؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د نوو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

بلخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې پر تاجکستاني ځواکونو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو