په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د سې شنبې په ورځ (د دلوې ۱۴مه) په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې دغه هېواد لا هم د نړۍ په کچه د هغو سیمو په ډله کې دی چې له جګړو د پاتې شویو ماینونو او انفجاري توکو له امله تر ټولو زیات تلفات ورکوي.
یوناما په دغه راپور کې په ډاګه کړې چې د یادو مهماتو تر ټولو لویه قرباني ماشومان دي. د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د ماینونو د چاودنو په پایله کې د اوښتې مرګژوبلې ۸۰ سلنه برخه ماشومان جوړوي.
رپوټ زیاتوي چې دغه ماشومان ډېری وخت د لوبو پر مهال، د مالونو څرولو او یا هم د وسپنې او کباړ د ټولولو په وخت کې د ناچاودو توکو ښکار کېږي.
ملګري ملتونه وایي، دمګړۍ ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانان د هغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي چې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.
له بلې خوا، د “هلو ټرسټ” په څېر د ماین پاکۍ نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې هره میاشت په اوسط ډول ۵۰ تنه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم معلول کېږي.
یوناما ټینګار کړی چې د نړیوالې مالي بودیجې کمښت د ماین پاکۍ چارې له خنډ سره مخ کړي او پر مرستندویه ټولنو یې غږ کړی چې په دې برخه کې خپلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
یوناما د خپلو پروګرامونو له لارې په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي او له ولسونو یې غوښتي چې د هر ډول مشکوکو او نااشنا توکو له لمس کولو ډډه وکړي او په لیدو سره یې سمدستي اړونده مسؤلین خبر کړي.
له څلورو لسیزو جګړو وروسته، که څه هم پراخې سیمې پاکې شوې، خو لا هم زرګونه هکتاره ځمکه د خلکو ژوند ته جدي ګواښ بلل کېږي.
