افغانستان

د هېواد پخوانی قاضي‌القضات عبدالسلام عظیمي د ۹۰ کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو

انځور- پخوانی قاضی القضات عبدالسلام عظیمي

د هېواد پخوانی قاضي‌القضات عبدالسلام عظیمي، چې د افغانستان په معاصر حقوقي او قضایي نظام کې یو له خورا اغېزناکو شخصیتونو څخه شمېرل کېده، د ۹۰ کلونو په عمر په ترکیه کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی په ۱۳۱۵ لمریز کال کې په فراه ولایت کې زېږېدلی و او خپلې لوړې زده کړې یې د مصر په الازهر پوهنتون کې د حقوقو او شریعت په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې بشپړې کړې وې.

هغه د مسلکي تخصص په موخه د امریکا په جورج واشنگټن پوهنتون کې هم زده کړې کړې وې او د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي او د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې یې د استاد په توګه دنده ترسره کړې وه.

ښاغلی عظیمي په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د افغانستان د اساسي قانون د تدوین کمیسیون له کلیدي غړو څخه و او وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارشد حقوقي سلاکار په توګه وټاکل شو.

نوموړی په ۱۳۸۵ کال کې د حامد کرزي له لوري د قاضي‌القضات په توګه ولسي جرګې ته معرفي شو او د باور رایې له ترلاسه کولو وروسته یې تر کلونو پورې د افغانستان د قضایه قوې مشري وکړه.

سره له دې چې په ۱۳۹۰ کال کې ولسي جرګې د هغه د کاري دورې د پای اعلان وکړ، خو هغه د نوي حکومت تر پیل پورې په خپله دنده پاتې شو او بیا یې استعفا وکړه.

د هغه د خدمتونو په ویاړ، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ورته د غازي امان‌الله خان دولتي نښان هم ورکړل شوی و.

د ښاغلي عظیمي مړینه په سیاسي او علمي کړیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

حامد کرزي په خپل پیغام کې نوموړی یو باوقاره، متین او خدمتګار عالم بللی چې په قضایي سیسټم کې یې رغنده رول لوبولی و.

دغه راز د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هغه یو صبور او مهربان شخصیت وباله چې خپله ټوله پوهه او عمر یې د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو د پراختیا لپاره وقف کړی و.