افغانستان

د هېواد اوسېدونکي: د ډوډۍ پیدا کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي له نړۍ، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې ستونزمن اقتصادي وضعیت کې د افغانستان خلک هېر نه کړي.

د فراه ولایت یو اوسېدونکی د ښار په یوه څنډه کې له سهار تر ماښامه په یوې لاسګاډۍ (کراچۍ) کار کوي ترڅو د خپلې کورنۍ مالي اړتیاوې پوره کړي؛ خو د هغه په وینا، د بې‌کارۍ کچه او د خوراکي توکو بیې د لوړېدو په حال کې دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې واخیستل شي، وویل: «همدا ستونزې لرو. له ناچارۍ او مجبورۍ په دې حالت کې یو.»

د دې اقتصادي اندېښنو په لړ کې، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اِف پي) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به دوه سوه زره نور ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

دغه راز، د رویټرز خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مدیر خبرداری ورکړی چې تېر کال افغانستان د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده.

آیلیف زیاته کړې: «تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ تر ټولو لویه څپه وه چې تر اوسه ثبت شوې او له بده مرغه اټکل دا دی چې وضعیت به نور هم خراب شي.»

هغه اټکل وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې به دوه سوه زره نور ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

رپوټ د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو پر بنسټ لیکلي، چې پاکستان او ایران ۲.۵ میلیونه افغان کډوال په جبري توګه ایستلي، چې دې چارې بې‌کاري نوره هم زیاته کړې ده.

د هېواد اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې سخت اقتصادي وضعیت کې د افغانستان خلک هېر نه کړي.

 د بغلان یو اوسېدونکي وویل: «خپله کراچۍ لرم. خوراکي توکي او لرګي ګران دي. هر څه قیمته دي، څه وکړم؟ اوړه او وریجې ګران دي، د اخیستلو توان یې نه لرم.»

د کندوز یو بل اوسېدونکي زیاته کړه: «هوا سړه شوې؛ د سون توکي، ګاز او خوراکي مواد ګران شوي دي. بې‌کاري زیاته شوې او خلک د اخیستلو توان نه لري. دولت باید زموږ وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په بېړنۍ توګه ورته ورسیږي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو سره، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، د نړیوالو بنسټونو د رپوټونو له مخې د بې‌کارۍ کچه او د خلکو اقتصادي ستونزې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

 تر دې وړاندې ملګرو ملتونو رپوټ ورکړی و چې د هېواد له ۱۵ میلیونو څخه ډېر وګړي بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.