نړۍ

سومالیا کې په دوو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي

د سومالیا ولسمشر اعلان کړی چې د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د دغه هېواد د پوهنې وزارت مخې ته د دوو موټر بم چادونو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

حسن شیخ محمود د پېښې له ځایه له لیدنې وروسته وویل: «زموږ خلک په عامه توګه وژل شوي.»

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د سومالیا ولسمشر الشباب ترهګریزه ډله د دغه بریده مسووله ګڼي.

الشباب په معمول ډول د هغو بریدونو مسوولیت نه اخلي چې زیات تلفات پکې اوښتي وي.

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک په عامه توګه ووژل شول. د هغوی په منځ کې میندې له خپلو ماشومانو، ناروغ پلرونه، زده‌کوونکي چې د زده‌کړو لپاره لېږل شوي وو او سوداګر چې د خپلو کورنیو لپاره یې هڅه کوله حضور درلود.»

لومړۍ چاودنه په موګادیشو کې یو ګڼې ګوڼې لرونکې څلور لارې ته نږدې وشوه. دویمه یې داسې مهال وشوه چې امبولانسونه راورسېدل او خلک له قربانیانو سره د مرستې کولو لپاره راغونډ شوي وو.

د چاودنې څپې شاخوا ښيښې ماتې کړې او د ودانیو بهر سیمې پر وینو پوښل شوې دي.

دا برید په هغه ځای کې شوی چې په ۲۰۱۷ کال کې د سومالیا ترټولو لویه بم چاودنه پکې شوې وه. په دغه برید کې ۵۰۰ تنه ووژل شول. په هغه چاودنه کې، یوه لویه لارۍ چې بمونه پکې ځای پر ځای شوي وو په K5 څلورلاره کې د یوه هوټل مخې ته وچاوده.

د سومالیا ولسمشر وایي، ښایي د قربانیانو شمېر زیات شي. هغه امر وکړ له هغو ټپیانو سره چې وضعیت یې نازک دی، بېړنۍ روغتیایي مرستې دې وشي.