افغانستان، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د سوداګریزو توکو د بند پاتې کېدو له امله، د شاوخوا شپږ میلیارده ډالرو د ستر مالي زیان له ګواښ سره مخ دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په توکو بار پنځلس زره کانټینرونه چې افغانستان ته ټرانزیټ سوداګریز توکي لېږدوي، په کراچۍ کې بند پاتې دي او ارزښت یې تر شپږ میلیارده ډالرو رسېږي.
د دې خونې په وینا، د دغو توکو یوه برخه له منځه تللې او که پاتې توکو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي، د افغانستان سوداګرو ته به دروند مالي زیان واوړي.
له بلې خوا، د پاکستان د سوداګرۍ خونه وایي چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د لارو د تړل کېدو له امله، پاکستان ته شاوخوا شپږ سوه میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.
