افغانستان

جرمني کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه علمي غونډه جوړه شوه

انځور- د المان د علمي کنفرانس ناسته

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د جنوري پر ۱۷مه نېټه د لسګونه افغان علمي، اکاډمیکو او سیاسي څېرو په ګډون یو پراخ علمي کنفرانس پیل شو، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، پایداره پراختیا او په نړیوال ستیج کې د هېواد د ځایګي په اړه د علمي حل‌لارو لټول دي.

دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د «افغانستان د اعتماد او ثبات جریان» له خوا رابلل شوې، په کې د بېلابېلو فکري او سیاسي جریانونو استازي راټول شوي ترڅو د هېواد د روان بحران د پای ته رسولو لپاره پر تخصصي او عملي طرحو بحث وکړي.

د دغه کنفرانس سمبالوونکي وايي چې دا ناسته یوازې یو سیاسي بحث نه، بلکې یوه تخصصي هڅه ده چې غواړي د نظام جوړونې، ښې حکومتولۍ، ملي اعتماد او د اتباعو د حقونو په برخه کې د هېواد مخکښ پوهان او څېړونکي خپل لیدلوري سره شریک کړي.

د دوی په وینا، د کنفرانس آر موخه د هغو بنسټیزو پوښتنو ځوابول دي چې په تېرو څو لسیزو کې یې د افغانستان د ټیکاو مخه ډب کړې او هېواد یې له تکراري بحرانونو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د اعتماد او ثبات جریان مشر، محمد آصف ضعیفي غونډې ته په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې افغانان اوس تر بل هر وخت ډير یو ګډ فهم ته اړتیا لري ترڅو د تېرو ناکامیو عوامل وپېژني او د روښانه راتلونکي لپاره لاره هواره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا مسیر یوازې د پوهې او عقلانیت پر بنسټ، له هر ډول انحصارطلبۍ، خشونت او تمامیت غوښتنې څخه په لرېوالي او د یو بل منلو د کلتور په پیاوړتیا سره ترلاسه کېدای شي.

په ورته وخت کې د دغه جریان د اجرایوي هیئت غړي ډاکټر پروېز آرزو د افغانستان اوسنی وضعیت د لسیزو اوږدمهاله کړکېچونو پایله وبلله.

نوموړي اشاره وکړه چې په تېرو کلونو کې د سیاسي نظام، ملي هویت او عدالت په برخه کې ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوي، چې همدې چارې د یوې پایداره او روښانه راتلونکې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د غونډې نورو ګډونوالو هم په خپلو مقالو کې د اساسي قانون، د ښځو او ځوانانو د رول، ملي هویت او ځواب ویونکې حکومتولۍ په اړه خپل علمي تحلیلونه وړاندې کړل.

د دغه کنفرانس شالید د افغانستان هغو روانو بدلونونو ته ورګرځي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د هېواد سیاسي او ټولنیز جوړښتونه تر جدي اغېز لاندې راوستي دي.

له هغه وخته چې په کابل کې د قدرت بدلون راغلی، میلیونونه افغانان له هېواده کډوال شوي او په کور دننه او بهر د یو داسې سیاسي چوکاټ په اړه بحثونه تاوده شوي چې ټولشموله وي او د نړۍ سره د تعامل وړتیا ولري.

دا کنفرانس په داسې حساس وخت کې جوړېږي چې نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک په اړه د یوې جامع طرحې په تمه ده او په هېواد کې دننه اقتصادي او بشري وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.