د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا مچاډو د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال، د نوبل د سولې جایزې هغه مډال چې په تېره میاشت کې یې ګټلی و، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ډالۍ کړ.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکي تایید کړې چې ټرمپ دغه مډال قبول کړی او اراده لري چې له ځان سره یې وساتي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه کې دا اقدام وستایه او ویې لیکل: «ماریا ماته د هغو کارونو په بدل کې چې ما ترسره کړي، خپله د نوبل د سولې جایزه وړاندې کړه. دا د متقابل درناوي یو خورا ښکلی حرکت و. مننه ماریا!» مچاډو دغه لیدنه “عالي” بللې او ویلي یې دي چې دا ډالۍ د وینزویلا د خلکو ازادۍ ته د ټرمپ د ژمنتیا د ستاینې په مانا ده.
د یادولو وړ ده چې دغه سیاسي تحولات په داسې حال کې روان دي چې په دې وروستیو کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د وینزویلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو په یو لړ پټو عملیاتو کې و نیوه او خپل هېواد ته یې وتښتاوه.
د مادورو له نیول کېدو وروسته، په وینزویلا کې د واک پر سر سیالي زیاته شوې او ډېری اپوزیسیون مشران او عام خلک هیله لري چې دا بدلون به په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ د بیا رامنځته کېدو لامل شي.
مچاډو، چې په دې وروستیو کې په پټه له خپل هېواد څخه تښتېدلې، هڅه کوي چې د ټرمپ پام د وینزویلا راتلونکي سیاسي برخلیک ته راواړوي.
خو بلخوا ټرمپ تر اوسه د وینزویلا د لنډمهاله مشرې “ډیلسي روډریګز” ستاینه کړې او هغه یې یوه داسې څېره بللې چې ورسره معامله کول اسانه دي. ټرمپ ویلي چې د ده لومړیتوب د وینزویلا د تېلو سرچینو ته لاسرسی او د دغه هېواد د اقتصاد بیارغونه ده.
د یادونې وړ ده چې د نوبل د سرو زرو دغه مډال که څه هم اوس د ټرمپ په لاس کې دی، خو د نوبل د انسټیټیوټ د اصولو له مخې، دغه جایزه بل چا ته د لېږد یا شریکولو وړ نه ده او د مچاډو په نوم به پاتې وي.
