افغانستان

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه تنه د نشه يي توکو په تور نیول شوي

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې په دوو جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او ۳۰ تنه نور د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور د طالبانو د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي لومړۍ پېښه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په “قلعه شاهي” سیمه کې رامنځته شوې، چېرته چې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر وسله واله شخړه شوې ده.

د امنیتي سرچینو په وینا، په دې نښته کې د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی او د بل لوري دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې پولیسو ویلي چې د پېښې ځای ته یې پر وخت ځان رسولی، د قضیې په تړاو یې تورن کسان نیولي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.

بل لور ته، په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ تنه د مخدره موادو د پیر، پلور او قاچاق په تور نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه په زیاته کچه شیشه، چرس، هیرویین، زیکپ ګولۍ او ټابلیټ کا ترلاسه شوي دي.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې له قاچاق وړونکو څخه درې عرادې موټر هم ضبط شوي دي.

نیول شوي کسان دا مهال تر لومړنیو پوښتنو لاندې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.