افغانستان

د افغانستان د وضعیت په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو د چارواکو اندېښنه

د ازبکستان ولسمشر، د اروپا شورا له رییس سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

تاشکند د جمعې په ورځ، د اروپا شورا د رییس شارل مېشل کوربه و. دغه اروپايي دیپلومات د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې وکړې.

د ازبکستان د ولسمشر او اروپا شورا د رییس په ګډه اعلامیه کې په سیمه او نړۍ کې د ګواښ لپاره د سرچینې په توګه د افغانستان د بدلېدو پر مخنیوي ټینګار شوی دی.

ددغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په دې برخه کې، دواړو لوریو د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره د دایمي ګواښ په سرچینې د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.»

دواړو لوریو په اعلامیه کې، د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه، په افغانستان کې د ترهګرو د پراخ حضور په اړه اندېښمن دي او دغو ډلو ددې هېوادونو پولې له جدي خطر سره مخ کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق الله شفیق وایي: «د منځنۍ آسیا هېوادونو اندېښنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراخ حضور له امله ده او دا اندېښنه موجه ده؛ ځکه چې پولې یې له جدي خطر سره مخ دي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوه، نثار احمد شېرزی ددغو ناستو ترسره کول د افغانستان په وضعیت کې اغېزناک بولي.

شېرزی ټینګار کوي: «طالبان د لویو قدرتونو د لاس آله دي، له یوې خوا د طالب چارواکو ترمنځ سخت اختلافات د دې لامل شوي چې د نړۍ هېوادونه پرې باور ونه شي کړای؛ له همدې امله ډېری هېوادونه یوازې د اندېښنې په څرګندولو سره بسنه کوي.»

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې کتنه کې همداراز د سیمې د لویو پروژو په تېره بیا افغانستان ـ ترانس رېل لارې چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

له دې مخکې هم د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه.

امام علي رحمان ویلي چې د تاجکستان خاورې ته د ترهګرو د ورتلو د مخنیوي لپاره به د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې امنیتي پوستې زیاتې کړي.