متحده ایالتونه

ټرمپ: په ایران کې د انټرنیټ د بېرته فعالولو په اړه له ایلن مسک سره خبرې کوم

انځور- ارشیف څخه

العربیه راپور ورکوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پلان لري له ملیاردر ایلن مسک سره په ایران کې د انټرنیټ د بېرته فعالولو په اړه خبرې وکړي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې ایراني چارواکو په دغه هېواد کې د حکومت ضد لاریونونو له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې انټرنیټي خدمتونه په بشپړ ډول پرې کړي دي.

 کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا هغه به د مسک له “سپیس ایکس”  شرکت سره په دې اړه تماس ونیسي، نو هغه وویل: “هغه (مسک) په دې ډول کارونو کې خورا تکړه دی او یو ډېر ښه شرکت لري.

” سپیس ایکس د “سټارلېنک” په نوم د سټلایټ انټرنیټ خدمت وړاندې کوي چې تر دې وړاندې هم په ایران کې کارول شوی دی. تر اوسه ایلن مسک او د هغه شرکت په رسمي ډول د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ او مسک ترمنځ پخوانۍ ترینګلې اړیکې اوس یو ځل بیا رغول شوي دي. مسک نه یوازې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مالي ملاتړ وکړ، بلکې په دې وروستیو کې په ماری‌الاګو کې له ټرمپ سره د ماښامنۍ په حال کې هم لیدل شوی دی. همدارنګه، تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت نن (دوشنبه) په ټکساس کې د سپیس ایکس له تاسیساتو لیدنه وکړي.

په ایران کې د ډسمبر له ۲۸مې راهیسې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله اعتراضونه پیل شول، چې وروسته یې سیاسي بڼه غوره کړه.

د بشري حقونو سازمانونه اټکل کوي چې په تېرو دوو اونیو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. د “هرانا”سازمان ویلي چې دوی د ۴۹۰ لاریونوالو او ۴۸ امنیتي سرتېرو مړینه تایید کړې او تر ۱۰ زرو ډېر کسان نیول شوي دي. ایراني چارواکو تر اوسه د مړو رسمي شمېره نه ده اعلان کړې.