افغانستان

ختیځ کې د طالب ځواکونو لپاره د ځانګړي یونیفورم نشتون؛ خلک د طالبانو او غلو توپير نه شي کولای

د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا ۱۵ میاشتې تېرېږي، خو هغوی تر اوسه نه دي توانېدلي په تولو ولایتونو کې د خپلو ځواکونو لپاره ځانګړی یونیفورم برابر کړي.

ختیځ مېشتې وایي دوی لا د دې په توپیر نه پوهېږي، چې په طالبانو کې مسوول او غیرمسوول وسله وال څوک دی.

د ننګرهار اوسېدونکي محمدالله له آمو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د طالبانو په هر پلټنځای، کې چې تېرېږي په دې وېره وی، چې ګواکې کوم وسله وال غل نه وي ځکه د ده په خبره په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له د وسله‌والو غلاوو له ډېرېدو شکایتونه شوي دي.

دی وایي: «زه حیران یم، چې اوس پولیس څوک دی، اردو کوم دی او غل کوم دی ټول اوږده وېښتان، نیمه خولۍ او برګ واسکټونه لري، هر چا دا نښان خپل کړی او په سړک له وسلو سره ولاړ دی.»

د لغمان او کونړ اوسېدونکي وایي، چې تر اوسه هم په ځینو ځایونو کې ډېری طالبان په شخصي جامو کې امنیتي چارې ترسره کوي، چې ډېری اوسېدونکي یې له امله اندېښمن دي.

د لغمان اوسېدونکی قریشي وایي، که د ځانګړي یونیفورم په برابرولو کې اقدامات ګړندي نه شي ښايي امنیتي پېېې زیاتې شي، چې بیا به یې طالبان هم په مخنیوي کې پاتې راشي.

دی زیاتوي: «ډېری دښمن لرونکي خلک د طالبانو له جامې ګټه اخلي او خپل دښمن وژني دا لویه ستونزه ده، طالبان باید نظم مراعات کړي، اوږده وېښتان، برګ واسکټ، نیمه خولۍ معیار نه دی، دا ډول کسان به په تېر حکومت کې لنډغر یادېدل، هیله ده دوی ځانونه منظم کړي.»

د کونړ اوسېدونکی ګلاب صافی، چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې هټۍ لري وایي ډېری وخت یې هټۍ ته طالبان په شخصي جامو او وسلو سمبال د توکو د اخيستو لپاره ورځي، چې دا ډول ګرځېدل په ټولنه کې د رواني ستونزو د زیاتېدو ترڅنګ مخالفو ډلو ته هم واک ورکوي، چې ګټه ترې پورته کړي.

صافي له طالبانو غواړي، چې منظم یونیفوم چمتو کړي او ولسي خدمات منظم ترسره کړي.

دی زیاتوي: «په ډیرو ځایونو کې چې مونږ طالبان ګورو د پخوا په څېر په شخصي جامو کې ولاړ وي او پلټنې کوي، اړینه ده چې د پولیسو لپاره ځانګړی یونیفورم وټاکل شي؛ په دې سره به د پولیسو او غیرمسوولو وسله‌والو توپیر وشي خو اوس یې هېڅوک ترمنځ توپیر نه شي کولای.»

د نظر خاوندان هم د طالبانو اوسنۍ کړنۍ د ټولنې د روان لپاره په زیان بولي.

حیات الله حمیدي وایي، طالبان په نظامي فراغت غونډو کې د تېر حکومت د پولیسو له جامو ګټه اخلي او په خبره یې له فراغت وروسته بیا همدا طالبان په شخصي جامو کې دنده ترسره کوي.

د ده په خبره، لومړی خو باید دوی جامې منظمې کړي که نه ځانته دې ځانګړی رنګ وټاکي.

حمیدي زیاتوي: «په ښار کې بې یونیفورمه طالب سرتېرو له خوا د ټوپک ګرځول یو بد فرهنګ دی، وېره او ډار خپروي، چې مسوولین يې باید مخه ونیسي. او د پولیسو یونیفورم اغوستل باید پرې جبري کړي.»

اخوا، د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ لپاره د طالبانو قوماندان مولوي امین جان هم د خلکو نیوکې پر ځای بولي.

دی وایي، د پولیسو د مسلکیتوب ترڅنګ زیاتوي، چې اوسمهال په پلازمېنه کابل، کندهار، خوست او یو شمیر نورو ولایتونو کې پولیسو ته ځانګړی یو نیفورم ورکړل شوی او د ننګرهار په ګډون پاتې نورو ولایتونو کې به په نږدې وخت کې دا لړۍ پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ لپاره د طالبانو قوماندان زیاتوي، چې دوی له بېلابېلو ادارو سره په یوه مېکانېزم کار پیل کړی، چې د یونیفورم له ورکړې وروسته په ښاري سیمو کې په شخصي جامو کې د ګرځېدونکو طالبانو مخه هم ونیسي.

د مالوماتو له مخې په ښارونو کې د مسوولو طالبانو لپاره تور رنګه یونیفورم ټاکل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت داسې مهال په یادو ولایتونو کې د یونیفورم د وېش خبره کوي، چې په دې ولایتونو کې ځینو فعالانو له آمو سره په خبرو کې وویل، چې لا هم په دې ولایتونو کې طالب پولیس منظم یونیفورم نه لري او خلک له همدې امله له سخت حالت سره مخ دي.

د ختیځ اوسېدونکي وایي ستونزمنه ده، چې په شخصي جامو کې دې د وسله والو غلو او طالبانو توپير وشي او  ښايي ډېری ترې ناسمه ګټه واخلي.