العربیه راپور ورکوي چې د امریکا په مینیپولیس ښار کې د چهارشنبې په ورځ یوه ۳۷ کلنه ښځه د کډوالۍ ادارې (آی سي اي) د یوه افسر په ډزو ووژل شوه.
فدرالي چارواکي ادعا کوي چې دې ښځې غوښتل خپل موټر پر مامورینو ورولي، خو د دغه ښار، ښاروال جکوب فري دا ادعا په کلکه رد کړې او د حکومت دا خبره یې «دروغ» بللې ده. ښاروال غوښتنه کړې چې د کډوالۍ مامورین دې له مینیپولیس څخه ووزي.
د پېښې په یوه ویډیو کې ښکاري چې یو هونډا ډوله موټر د کډوالۍ ادارې د بې نښې موټرو لاره بنده کړې ده. کله چې یوه مامور غوښتل د ښځې د موټر دروازه خلاصه کړي، هغې د تېښتې هڅه وکړه او په دغه وخت کې مامور درې ډزې پرې وکړې.
د امریکا د کورني امنیت وزارت دا پېښه «داخلي ترهګري» بللې او ویلي یې دي چې مامور د خپل ژوند ژغورلو لپاره ډزې کړې دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې د کډوالو د نیولو او ایستلو د عملیاتو پر ضد لاریونونه روان وو.
د پېښې له ځایه نږدې خلکو او عیني شاهدانو ویلي چې هر څه چې شوې وي، دا ښځه د وژلو نه وه. بلخوا سپینې ماڼۍ د مینیپولیس ښاروال د خپلو څرګندونو له امله په سپکو ټکو یاد کړی دی.
ډونالډ ټرمپ په خپله دویمه دوره کې د ملیونونو بې اسناده کډوالو ایستل خپل لومړیتوب ګرځولی او په همدې تړاو یې د کډوالۍ ادارې ته پراخ واکونه ورکړي، چې دې چارې په ډېری امریکايي ښارونو کې سخت اعتراضونه پارولي دي.
