فرهنګ او هنر

ملګري ملتونه: د نړۍ لرغونې سیمییزې ژبې د ورکېدو په حال کې دي

انځور: ویکیپیډیا/ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سازمان په یو تازه خبرداري کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې لرغونې سیمییزې ژبې په وېروونکې کچه او چټکۍ سره د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

 د دغه سازمان په وینا، د هرې ژبې له منځه تلل یوازې د خبرو د یوې وسیلې ورکېدل نه دي، بلکې دا د هغو تاریخي کلتورونو، معنوي ارزښتونو او ځانګړې بشري پوهې مړینه ده چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې د نسلونو ترمنځ پاتې شوې ده.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د»بومي ژبو نړیواله لسیزه«، چې له دوه زره دوه ویشتم څخه تر دوه زره دوه دېرشم زیږدیز کال پورې دوام کوي، د نړۍ لپاره یو بېړنی غږ دی ترڅو د دغو کلتوري میراثونو د ژغورلو لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي.

 د (یونسکو) یا د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې په حواله، دا لسیزه یو نړیوال فرصت دی چې د نړۍ د اصلي ولسونو فکري او کلتوري شتمني له نابودۍ وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو په پیغام کې راغلي چې د ژبو ساتنه د بشري حقونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده. له نړۍ غوښتل شوي چې په ښوونیزو سیسټمونو، رسنیو او عصري ټیکنالوژۍ کې د دغو ژبو کارولو ته لومړیتوب ورکړي، ځکه چې دا ژبې د ځمکې د کرې د تنوع او بشري هویت بنسټ جوړوي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو بډایه هېوادونو څخه دی چې د لسګونو لرغونو او نادرو سیمییزو ژبو کوربه دی. که څه هم په دغه هېواد کې پښتو او دري رسمي او پراخې ژبې دي، خو د یونسکو د موندنو له مخې، لسګونه نورې ژبې لکه: پشه یي، نورستاني، بلوڅي، اورمړي، پراچي او ځینې نورې ژبې د “جدي خطر” په کچه کې دي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو ناخوالو، جګړو او بې‌ځایه کېدنو د دغو لرغونو غږونو د کمزوري کېدو لامل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د دغې لسیزې اعلان افغانستان ته یو ځانګړی فرصت ورکوي ترڅو د خپلو دغو ژبنیو میراثونو د ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

 که چېرې د دغو ژبو ویونکو ته په خپلو مورنیو ژبو د زده کړو او معلوماتو حق ورکړل شي، نو دا به د هندوکش په درو کې د دغو تاریخي هویتونو د تلپاتې کېدو لامل شي.