زهران ممداني د پنجشنبې په ورځ د نیویارک د لومړي ښاروال په توګه تاریخ جوړ کړ چې د وفادارۍ د لوړې په مراسمو کې یې پر قرآن کریم لاس کېښود.
نوموړی چې د امریکا د دې تر ټولو ستر ښار لومړی مسلمان او په اصل کې د سویلي اسیا اوسېدونکی ښاروال دی، خپله رسمي لوړه یې د ټایمز سکویر لاندې په یوې پخوانۍ مترو سټیشن کې د خصوصي مراسمو په ترڅ کې ترسره کړه.
ممداني په دغو مراسمو کې د تبرک لپاره د خپل نیکه د قرآن کریم ترڅنګ یوه ۲۰۰ کلنه تاریخي نسخه هم کارولې وه چې د نیویارک له عامه کتابتون څخه یې په امانت اخیستې وه.
دا تاریخي نسخه یو وخت د ارتورو شومبرګ په نوم د یوه تورپوستي تاریخ پوه او لیکوال وه، چې په ۱۹۲۶ کال کې یې خپل شاوخوا ۴۰۰۰ کتابونه پر یاد کتابتون پلورلي وو او وروسته ترې د تورپوستو د کلتور په اړه د څېړنې یو مرکز جوړ شو.
شومبرګ چې په ۱۸۷۰ لسیزه کې په پورټوریکو کې زیږېدلی و، وروسته نیویارک ته کډوال شو او د تېرې پېړۍ په شلمو او دېرشمو کلونو کې د تورپوستو د کلتوري او فکري خوځښت یو له مخکښو څېرو څخه و.
کتابتون د ممداني د دغه انتخاب ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دغې نسخې پر سر لوړه کول د نیویارک له یو تر ټولو مخکښ عالم سره د تړاو او د هغې د ځانګړو ځانګړتیاوو له امله خورا مهم دي.د دغه مبارک قرآن کوچنیوالی او د هغې تور او سور رنګونه دا ښيي چې د ورځني تلاوت او استعمال لپاره ډیزاین شوی و.
د کتابتون د مسولینو په وینا، که څه هم دا نسخه لاسلیک او نېټه نه لري، خو د لیکلو ډول او د هغې بڼه دا ښيي چې په نولسمه پېړۍ کې په عثماني سوریه کې جوړه شوې ده.
د کتابتون مشر انتوني مارکس وویل چې د دغه قرآن انتخاب او له شومبرګ سره د هغې تړاو د ټولنې د بېلابېلو پرګنو د ګډون، استازیتوب او د خلکو د مدني فکر کیسه بیانوي.
ممداني پلان لري چې د جمعې په ورځ د ښاروالۍ په ماڼۍ کې په عامه مراسمو کې یو ځل بیا د خپل نیکه او نیا اړوند دوه نور قرآنونه هم د لوړې په نیت وکاروي.
ممداني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال پر خپلې مسلمانې عقیدې او هویت تل ټینګار کړی او د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته یې په امریکا کې د مسلمانانو پر وړاندې د تعصبونو په اړه په ډاګه خبرې کړې دي.
نوموړی د فلسطین د حقوقو یو جدي ملاتړی او په غزه کې د اسرائیلو د جنګي پالیسیو کلک منتقد هم پاتې شوی دی.
که څه هم د ممداني پر سیاستونو د ځینو مخالفینو لخوا سختې نیوکې شوي، خو ممداني ژمنه کړې چې هیڅکله به خپل هویت او عقیده پټه نه کړي او په پوره رڼا کې به خپل ځان ټولې نړۍ ته څرګندوي.
