افغانستان

د تورغنډۍ-هرات لویه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

انځور- ارشیف

د هرات-تورغندۍ لویه لاره د سختې واورې ورېدو او سړک ښوېدنې له امله د باروړونکو او لوړ ټن لرونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر ویلي چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې د “بند بقرچر” په سیمه کې د سړک سطحه ښوېدلې ده.

نور په لومړۍ تبصره کې ولولئ

طالبانو زیاته کړې چې یوازې واړه وړونکي موټر کولی شي د ځنځیرونو (چین) په کارولو سره پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

د طالبانو په خبرتیا کې له باروړونکو او د زیات وزن لرونکو موټرو له چلوونکو غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت بارانونه، واورې او توپانونه پیل شوي چې له امله یې د سالنګ په څېر ځینې مهمې لویې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.