د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر کتنې وروسته، پر ایران د نوي پوځي برید او په غزه کې حماس ډلې ته د بې وسلې کېدو په اړه تر ټولو سخت دریځ څرګند کړ.
د هغه راپور له مخې چې رویټرز په دې اړخ خپور کړی راغلي، په دغه لیدنه کې چې د فلوریډا په مار الاګو کې ترسره شوه، ټرمپ وویل چې که ایران د خپلو بالستیک توغندیو یا هستوي وسلو د پروګرامونو پر بیارغونه پیل وکړي، متحده ایالات چمتو دي چې یو ځل بیا پر دغه هېواد پراخ هوایي بریدونه ترسره کړي.
ټرمپ په ډاګه کړه چې د هغو راپورونو په اړه پوهېږي چې تهران ښايي په نویو او پټو سایټونو کې د خپلو ویجاړ شویو تاسیساتو د بیا جوړولو هڅه کوي.
هغه په خپلو څرګندونو کې د بي ټو بم غورځوونکو الوتکو ته په اشارې سره وویل: «موږ په دقیق ډول پوهېږو چې هغوی څه کوي؛ زه هیله لرم هغوی له دغه کاره لاس واخلي، ځکه موږ نه غواړو پر بي ټو الوتکو تېل ضایع کړو چې تګ او راتګ یې ۳۷ ساعته وخت نیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره جون میاشت کې د امریکا هوایي ځواکونو د «مېډنایټ هیمر» عملیاتو په ترڅ کې د ایران درې ستر هستوي سایټونه په نښه کړي وو.
د غزې په اړه، ولسمشر ټرمپ حماس ډلې ته په خورا توند انداز سره د «دوزخي سزا» خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که دغه ډله په نږدې راتلونکي کې بې وسلې نه شي، له سختو پایلو سره به مخ شي.
هغه زیاته کړه چې د غزې د سولې پلان دویم پړاو ته د تګ لپاره د حماس بې وسلې کېدل او هلته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کېدل اړین دي.
ټرمپ پر حماس تور پورې کړ چې د اوربند له هوکړې یې سرغړونه کړې او ټینګار یې وکړ چې د دغې ډلې د نه بې وسلې کېدو په صورت کې به اسراییل بېرته خپل پوځي عملیات پیل کړي.
بلخوا، بنیامین نتانیاهو د ټرمپ د دغه پرېکنده ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل چې اسراییل که څه هم د نوي کړکېچ په لټه کې نه دی، خو د ایران د هر ډول فعالیت په وړاندې به بې تفاوته پاتې نه شي.
په دغه لیدنه کې د غزې د بیارغونې، د پاتې یرغمل شویو کسانو د برخلیک او په سوریه کې د نوي رامنځته شوي وضعیت په اړه هم مفصلې خبرې وشوې.
د نتانیاهو په مشرۍ پلاوي د ایران د ګواښونو په اړه یوه استخباراتي دوسیه هم ټرمپ ته وسپارله، چې په کې د تهران د وروستیو توغندیزو تمریناتو په اړه جزیات شامل وو.
