افغانستان سوداګري

د افغانستان سوداګرۍ خونې مشر له زلمي خلیلزاد سره د کنګل شوې پانګې په اړه خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس سيدکريم هاشمي، د سولې په چارو کې د امريکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره ليدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د هېواد د کنګل شويو شتمنيو، او دغه راز د سوداګريزو، اقتصادي او بانکي ننګونو په اړه بحث شوی دی.

يادې خونې زياته کړې، چې زلمي خليلزاد د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

زلمی خليلزاد پرون افغانستان ته رسېدلی او له دې مخکې يې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره هم ليدنه کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزرات یوې اعلامې کې ویلي و، چې دغه ليدنه کې دواړو لورو د امريکا او طالبانو ترمنځ د اړيکو، په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې وې.

اميرخان متقي ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي.