متحده ایالتونه

د ((ډېوین)) توفان له امله په امریکا کې تر ۱۵۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې

انځور- ارشیف څخه

د “ډېوین” په نوم د سخت ژمني توفان له امله، چې په متحده ایالاتو کې یې د نوي کال د رخصتیو سفرونه ګډوډ کړي، د لغوه شویو الوتنو شمېر له ۱۵۰۰ څخه واوښت. د الوتنو د څارنې ادارې (فلایت اویر) راپور ورکړی چې دغه توفان د هوايي تګ‌راتګ پر وړاندې جدي ستونزې راولاړې کړې دي.

د جمعې تر مازدیګره پورې، د امریکا په دننه او بهر کې ټولټال ۱۵۸۱ الوتنې لغوه شوې او څه باندې ۶۸۰۰ نورې له خپل ټاکلي وخت څخه ناوخته شوې دي. د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په منځنیو او شمال ختیځو برخو کې د درنې واورې ورېدو له امله د سفر شرایط خورا ستونزمن او خطرناک شوي دي.

د الجزیره د راپور له مخې دا مهال په متحده ایالاتو کې نږدې ۴۰ میلیونه کسان د سختې واورې او ژمني توفان د خبرداریو تر اغېز لاندې دي. ورته مهال په کلیفورنیا کې ۳۰ میلیونه نور کسان د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

راپور زیاتوي په نیویارک ښار کې د ۲۵۰ ملي متره واورې ورېدو اټکل شوی، چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو درنه واوره بلل کېږي.

د نیویارک په دریو مهمو هوايي ډګرونو (جان ایف کنيډي، نیوارک او لاګوارډیا) کې تر نیمایي ډېرې الوتنې لغوه شوې دي. هوايي شرکتونو لکه “جیټ بلو”، “ډیلټا” او “امریکن ایرلاینز” د سلګونو الوتنو د لغوه کولو اعلان کړی دی.

د امریکا په لوېدیځو ساحلونو کې دا ځل د کرسمس موسم په تېرو ۵۴ کلونو کې تر ټولو باراني و. په لاس انجلس کې د سختو بارانونو له امله د غونډیو د ښوېدنې او ناڅاپي سېلابونو وېره زیاته شوې ده. د ژغورنې ډلو په دغه ښار کې تر ۱۰۰ ډېر کسان چې په خپلو موټرو او سېلابونو کې ایسار پاتې وو، د هليکوپټرو په مرسته خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.